د ټاټوبی بازار په اړه

د هیواد والو لپاره په زړه پوری او حیرانونکی خبر!
عزت الله ذکی
په افغانستان کی اوس مهال (۴) میلیونه وګړی انټرنیټ ته لاسرسی لری، دلته د انټرنیټ استعمالونکی د نورو هیوادونو برخلاف زیاتره نارینه دی. د موبایلونو د انټرنیټ کلتور ورځ تر بلی د ودی په حال کی دی. زیاتره خلک اوس د انټرنیټ په مټ غواړی، سهولتونو او اسانتیاوو ته لاسرسی ومومی او د نوری نړۍ په ډول د انټرنیټ څخه استفاده وکړی. د خلکو ددې هیلی د پوره کېدو لپاره په لومړی ځل دادی، ټاټوبی اوونیزی په هیواد کی د (ټاټوبی_بازار) په نوم ویب پاڼه پرانیستې ده. خلک کولائ شی، چی خپل توکی هم دلته وپلوری او هم یې وپېری. لکه څنګه چی د نوم څخه یې ښکاریږی، چی ټاټوبی بازار دی، همداسی د ټولو هیوادوالو لپاره یو په زړه پوری او حیرانونکی خبر او پرلیکه انلاین بازار هم دی، چی د رانیولو لپاره هر څه پکی موجود دی. ټاټوبی بازار د ټاټوبی بنسټ لخوا په ۲۰۱۷ کال د یاد بنسټ د مشرتابه عبدالحلیم حلمیار په نوښت پرانیستل شو. نور تاسی د سودا کولو لپاره بازار ته تګ ته اړتیا نه لرئ، په ټاټوبی بازار کی د سودا او ضرورت ټول توکی موجود دی. د یادونی وړ ده، چی په افغانستان کی د لومړی ځل لپاره ټاټوبی بنسټ وتوانېدی، چی د خلکو د اسانتیاوو لپاره یو انټرنیټی انلاین بازار جوړ کړی. دا بازار د نورو بازارونو سره ډېر توپیر لری، ټاټوبی بازار د هیوادوالو لپاره ۲۴ ساعته په وړیا ډول خدمات عرضه کوی، چی نور بازارونه بند وی. ټاټوبی بازار به په هره رخصتۍ او همدا راز د شپې او ورځی خلکو ته وړیا خدمات وړاندی کوی. د ټاټوبی انلاین بازار بله ځانګړنه داده، چی ددې بازار کاری ټیم د هیواد په ۳۴ ولایتونو کی فعالیت لری. د ټول هیواد وګړی کولائ شی، چی خپل هر ډول توکی د خرڅولو لپاره ټاټوبی بازار ته وړاندی کړی. اوس خلک کولائ شی، چی خپل موټران د ټاټوبی بازار په مټ ډېر ژر او په لنډ وخت کی وپلوری، ټاټوبی بازار هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، هغه موټران چی تاسی یې ټاټوبی بازار ته د پلورولو لپاره وړاندی کوئ، کولائ سئ، هم استفاده ترې وکړئ او هم یې وپلورئ. دا بازار (۳۴۰) تنه کارکوونکی لری. البته دا کارکوونکی د افغانستان په (۳۴) ولایتونو کی فعالیت کوی، ترڅو خلکو ته سهولتونه برابر کړی.


ویب پاڼه: Tatobay Bazar

برېښنالیک: Tatobay.Bazar@Gmail.com

موبایل: +۹۳۷۰۰۷۸۲۸۲۸

فېسبوک پاڼه: TatobayBazar (Facebook)